ټاکل شوې چې د روان میلادي کال په جون میاشت کې د افغانستان په تړاو د ملګرو ملتونو په استازیتوب د دوحې درېیمه غونډه وشي او په یاده ناسته کې به تر ډېره د افغانستان پر سیاسي، بشري، اقتصادي او ورته نورو مسایلو خبرې وشي.
د طالبانو حکومت تر اوسه په یاده غونډه کې د خپل ګډون په تړاو څه نه دي ویلي، خو د یوناما په شتون کې یې په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د بل استازي له ټاکلو سره مخالفت ښودلی دی.
ویل کېږي چې کېدای شي یو ځل بیا په یاده غونډه کې د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د بل استازي پر ټاکلو بحثونه وشي، خو طالبانو بیا د نړیوالو له دې غوښتنې سره مخالف دی.
د جاپان هېواد سفیر تاکایوشي کورمایا پرون ناوخته د ریاست الوزرا له سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر سره په لیدنه کې د دوحې غونډې ته په شاري سره ویلي چې نړیواله ټولنه غواړي شته ستونزې د خبرو له لارې حل شي.
سیاسي شنونکي هم دې غونډې ته هیله مندي څرګندوي.
د سیاسي چارو شنونکي دغه ډول غونډې که له یوې خوا افغانستان ته د نړۍ د پام اړولو په برخه کې مهمې بولي، خو له بلې خوا بیا وایي چې ډېری دغه ډول غونډو تراوسه کومه مثبته پایله نه ده ورکړې.
د پوهنتون استاد او د سیاسي چارو شنونکی جاوېد مومند وایي، د دوحې درېیمه ناسته د افغانستان لپاره مهمه ده او طالب حکومت باید یاده غونډه د شته ستونزو د حل لپاره یو فرصت وبولي.
URL تعقيب: https://www.ansarpress.com/pashto/31606